د کابل د سروبي او بگراميو ولسوالیو له درنو استازو سره کتنه او ملاقات
- ۱۳۹۹ لیند ۱۸
- AM ۰۹:۱۰
د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري د کابل ولایت د سروبي او بګراميو ولسوالیو له استازو سره په دغو ولسوالیو کې د پراختیا د نشتون له کبله د رامنځته شویو ستونزو د اورېدلو په موخه وکتل.
له ښاغلي الحاج میر رحمن رحماني سره کتنه
- ۱۳۹۹ لیند ۱۶
- AM ۰۹:۰۴
د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس ښاغلي نجیب الله شینواري د ملي شورا د ولسي جرګې له رییس ښاغلي الحاج میر رحمان رحماني سره وکتل.
له څرخي پله څخه نوي کابل ښار ته د اوبو رسونې پروژې تړون لاسلیک او کار پیل شو
- ۱۳۹۹ لیند ۱۶
- AM ۰۸:۴۶
نوي کابل ښار ته له څرخي پله څخه د اوبو رسونې د شبکې تړون د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو د دفتر(UNOPS) او عمران هولډېنګ ګروپ ترمنځ د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د مشرتابه، د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې )جایکا( د استازو، سیمه ییزو چارواکو او د دغه ښار د پراختیا ورکونکو شرکتونو د مشرانو په حضور کې لاسلیک شو.
د پروان د ډبرینو سړکونو 65 سلنه کار بشپړ شوی
- ۱۳۹۹ لیند ۱۱
- AM ۰۱:۱۹
د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د ډبرینو سړکونو 65 سلنه رغنیزې چارې بشپړې شوې دي. دغه سړکونه چې 4.38 کیلومتره اوږدوالی او له 4 تر 6 مترو سور لري، د چاریکار ښار په شپږمه برخه کې رغول کېږي. پر دې پروژې 104,482,313.7 افغانۍ لګښت راځي او د رغونې پر مهال یې ۲۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. دا پروژه د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له لوري ډیزاین او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له پراختیايي بودجې تمویلېږي، چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د خلکو مواصلاتي ستونزې حل شي.
په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د پلازمېنې زون پراختیا ادارې پروژې
- ۱۳۹۹ لیند ۰۹
- AM ۰۳:۲۷
د پلازمېنې زون پراختیا ادارې عمومي رییس نجیب الله شینواري په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د دې ادارې له پراختیايي پروژو د کتنې او ارزونې په ترڅ کې د هغوی د پلي کولو په برخه کې یو لړ شته ننګونې د یادو ولایتونو د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې حل کړې.