ژبه
  • info@crida.gov.af
  • د انصاري لمړۍ کوڅه، کابل
  • +93 744 44 93 01
ژبه

د افغانستان د ولسمشر پېغام

جلالتمآب داکتر محمد اشرف غنی


ښارونه يوازې د فزيکي جوړښت له اړخه نه، بلکې د ټولنييز او کولتوري اړخه هم د اوسېدو وړ وي. موږ بايد پخوانئ بيروکراته او تشريفاتي اداره له منځه يوسو او د ښاري پلان جوړولو او استوګنځيو لپاره يوه سمه پاليسي بايد برابره کړو. د بشري حقونو د اعلاميې پر بنسټ د يوه امن ملکيت لرل، د ښاريانو له اساسي حقونو څخه شمېرل کېږي. 

د تېر کال په ترڅ کې ښاري چاري زمونږ د پام وړ اصلي ټکی و، چې اوس مو د عملي کېدو وخت ترلاسه کړی دی. هره مياشت شاوخوا ۱۶۰۰۰۰يو سلو شپېته زره د استوګنې ملکيتونه راجستر کېږي، چې په دې پړاوو کې به د هېواد ټول املاک په مستندو او قانوني ملکيتونو بدل شي. 

د مناسبو او ارزان بېو استوګنځيو پراخول يوازې پر ملکي سکټور پورې تړاوو نلري، بلکې دغه استوګنځي به ټول پوځي پرسونل ته هم ووېشل شي. دې حقيقت ته په پام سره چې ملت د ښارونو او کليو ملاتړي دي، د ښارونو او کليو د اړيکو پر پياوړي کولو کار روان دی او زمونږ په پلان کې د دغو اړيکو د ټينګولو لپاره يو ملي بازار طرحه شوی دی. د هېواد په پلازمېنه کې د يوه روغ چاپېريال نه شتون، دغه ښار له ګڼو ننګونو سره مخامخ کړی دی.